د ایران په جنوب ختېځ اهواز ښار کې د رسم ګذشت پر مهال ناڅرګندو وسله والو پر پوځیانو برید کړی.
د راپورنو له مخې پېښه نن سهار رامنځته شوې ده او په ترڅ کې ګڼ شمېر پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو د کره شمېر په اړه معلومات په لاس کې نشته.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.