چهارشنبه , دسمبر 19 2018
کور / خبرونه / پاکستان / په باجوړ کې د تحصيل دار په موټر بمي چاودنه شوې

په باجوړ کې د تحصيل دار په موټر بمي چاودنه شوې

نن سهار د باجوړ په ناوګۍ تحصيل د کمانګرې سيمه کې د تحصيل دار په موټر د سړک غاړې خښ شوي ريموټ کنټرول بم چاودنه وشوه،
ټرايبل نيوز ته رارسيدلي راپورونه وايي چې په ياده چاودنه کې د تحصيل دار په شمول څلور نفره ټپيان شوي دي، ژوبل کسان د د سمدستي علاج لپاره د باجوړ ښار سمييز روغتون ته انتقال شوي دي،
د راپورونو له مخې په چاودنه کې اسماعيل، عبد الصمد، سليمان او رياض په نومونو کسان ټپيان شوي دي چې پکې د دوو وضعيت د انديښنې وړ ښودل شوی، چې اوس د علاج لپاره پيښور ته وړل شوي، د پيښې نه وروسته چارواکو سيمه په خپل کنترول کې اخيستې او د لټون عمليات يې پيل کړي.
د يادې پيښې پړه د تحريک طالبان وياند محمد خراساني په غاړه اخيستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *