سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بلوچستان / په بلوچستان ایالات کې پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي

په بلوچستان ایالات کې پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتي

د بلوچستان په کېچ ولسوالۍ کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید شوی او پکې پنځه سرتېري وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

کېچ کې ځايي چارواکي دا مرګ ژوبله مني او زیاتوي چې برید د سې شنبې په شپه شاپک سیمه کې شوی دی.

دوی وايي، د امنیتي ځواکونو کاروان له سیمې د تېرېدو پر مهال ناڅاپه د وسلوالو له برید سره مخ شو.

د دوی په خبره، په برید کې د امنیتي ځواکونو موټر چپه شوی او له امله یې پنځه سرتېروي وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

پاکستان کې ناقانونه ګرځول شوې ډله بلوچستان ازادي غوښتونکی غورځنګ وايي، برید دوی کړی دی.

د بلوچستان اعلی وزیر میر عبدالقدوس بزنجو دا برید غندي.

کېچ ولسوالي له ایران سره پر پوله پرته ده.

دا د بلوچستان له ناامنو سیمو ګڼل کېږي.

له دې مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه او د تاوتریخوالي نورې پېښې شوې دي.

په ورته مهال پاکستان کې بله بې قانونه شوې ډله( بلوڅ جمهوريت پال پوځ) وايي ډېره مراد جمالي سیمه کې د پټلۍ ټرک دوی په باروتو سره زیانمن کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *