جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ترکیه کې ناست رشید دوستم وایي د ده پرته ترهګرو سره خبري ناشونې دي

په ترکیه کې ناست رشید دوستم وایي د ده پرته ترهګرو سره خبري ناشونې دي

له ما پرته له وسله والو طالبانو سره خبرې ناشوني دي

د ولسمشر غني لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وایي له ده پرته له طالبانو سره خبرې نا شوني دي. دوستم د ایشچي له تورونو وروسته میاشتې کېږي چې په ترکیه دی. نوموړي چې نن یې د ترک توکمو د یو شاعر امیر علي شیر نوایي ۵۷۷ کلیزې ته د ټلیفون له لارې وینا کوله وویل، په ترکیه کې بې کاره پورت نه دی او په خبره یې د افغانستان وضعیت له نیژدې څاري. دوستم زیاته کړه په هېواد کې د ځینو مخربو کړیو له تبلیغاتو سره سره لا هم د افغانستان په وضعیت کې پیاوړی رول لري او ځای هیڅوک هم نه شي ډکولی. دوستم وړاندې وویل، له طالبانو سره په لویه کچه ښې اړیکې لري او کولی شي په ډیرې اسانۍ یې د سولې د خبرو میز ته را کاږي، خو وړاندې تر هغه باید حکومت کې دننه چارواکې سره روغه جوړه وکړي. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې په دې وروستیو کې د کابل پروسې د دوهم کنفرانس په اړه خبرې تودې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: