سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په تېره اونۍ کې د افغانستان ۲۵۰ امنیتي ځواکونه مړه او له ۴۰۰ څخه زیات ټپیان دي

په تېره اونۍ کې د افغانستان ۲۵۰ امنیتي ځواکونه مړه او له ۴۰۰ څخه زیات ټپیان دي

د هېواد د ملي دفاع وزير جنرال طارق شاه بهرامي وايي، چې په تېرو اوو ورځو کې ۲۵۰ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي او له ۴۰۰ څخه زيات نور ټپيان شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ د ولسي جرګې په ځواب ورکونکې (استجوابیه) ناسته کې د جرګې غړو ته کړي دي.

بهرامي وايي، چې مخالفو وسلوالو ډلو د ۲۶۴۰ جګړيزې او بريديزې هڅې کړي، چې له دې جملې څخه ۸۹۸ واقع شوي او ۱۷۴۴ نورې وسله والې هڅې شنډې او خنثی شوې دي.

ملي دفاع وزير وايي، چې په وژل شويو او ټپيانو کې، د ملي پوځ ۱۳۱ سرتيري وژل شوي او ۲۳۹ نور په کې ټپيان شوي دي.

نوموړي وسله والو مخالفينو ته د تلفاتو په اړه ويلي، چې د افغان ځواکونو له خوا، ۷۹۹ مخالفين وژل شوي او ۴۹۹ يې ټپيان شوي دي.

ولسي جرګې نن ورځ د امنيتي ادارو مشران په هېواد کې د وروستيو بريدونو د سپينوي پبه موخه جرګې ته بللي وو، چې د کورنيو چارو وزير بيا د پوليسو د کمې روزنې او بې سوادۍ په اړه خبرې وکړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: