یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په تېرو دوو ورځو کې ګڼ شمېر بهرنیانو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په تېرو دوو ورځو کې ګڼ شمېر بهرنیانو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار چارواکي ادعا کوي، چې تیرو دوو ورځو کې یې د یو شمېر داعش وسلوالو په ګډون ۱۶ بهرني وسلوال وژلي دي. د لومړۍ سرحدي لواء قوماندان محمد ایوب حسین خیل رسنیو ته وویل: وړمه شپه د مومندرې ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمو کې د پاکستان د تحریک طالبان (وسلوالو) په سرحدي عسکرو بریدونه کړي او غوښتل یې د چې د سرحد ساتونکو پوستې ونیسي؛ خو هغوی یې د برید سخت ځواب ورکړی، چې له امله یې درانه تلفات ورته اوښتي دي. ده وویل: دغه برید چې د شاوخوا ۱۳۰ وسلوالو له لوري ترسره شو، ټول یې پاکستانیان وو او له سختې جګړې وروسته یې تېښته غوره کړه؛ مګر بیا هم ۱۰ تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته، چې د ځينو جسدونه یې په سیمه کې پاتې دي. هغه څرګنده کړه: وژل شویو وسلوالو د پاکستان هویت درلود او غوښتل یې ځان په افغانستان کې خوندي ځایونو ته ورسوي. د یو بل خبر له مخې تیره ورځ د هسکې مینې ولسوالۍ اړوند سیمو کې هم د یو قوماندان په ګډون ۵ داعشیان وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د خبر په تائید سره وویل: تیره ورځ بې پیلوټه الوتکو د هسکې مینې مربوطاتو کې بریدونه کړي، چې د هغوی یو مرکز او زیاتې وسلې پکې له منځه وړل شوې دي. ده وویل: په برید کې د قوماندان په ګډون ۵ تنه وژل شوي؛ خو ولسي وګړیو ته کوم زیان نه دی اوښتی. تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلو په دې اړه څه نه دي ویلي. سمسور بریال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *