شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په تېرو نهو کلونو کې ۵۴ زره عام افغانان وژل شوي دي

په تېرو نهو کلونو کې ۵۴ زره عام افغانان وژل شوي دي

په تېرو نهو کلونو کې د جګړو له امله ۵۴ زره ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون له لوري د ترسره شوي ملي تحقیق په اساس، له ۱۳۸۸ کاله تر ۱۳۹۶ کال پورې د وسله والو ډلو په ګډون افغان او بهرینو ځواکونو ۵۴ زره او ۱۰۴ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د افغانستان بشري حقونو کمیسیون له لورې د تازه څېړنو پایلې ښيي چې د ملي یووالي حکومت د هیوادوالو د امنیت په ټینګښت کې بریالی نه دی، ورځ تر بلې په هیواد کې د نا امنیو کچه په لوړېدو ده او په ملکي تلفاتو کې ډیروالی راغلی دی. د بشري حقونو کمیسیون د یاد راپور له مخې افغان او بهرنيو ځواکونو په تېرو نهو کلونو کې ۶۸۴۸ کسانو ته چې د ټولو تلفاتو ۱۰ سلنه جوړي، مرګ ژوبله اړولې چې ۲۹۶۱ یې وژل شوي او ۳۸۸۷ نور یې ټپیان کړي دي. په ورته مهال د افغانستان بشري حقونو کمیسیون له لوري د شکنجو په اړه راپور ښيي، چې د تیرو کال په پرتله د امنیتي ځواکونو له لوري د شکنجو په برخه کې کموالی راغلی. دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د زرګونو ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپور خپرېږي بلکې تر دې وړاندې هم نړیوالو څېړونکو بنسټونو او رسنیو ملکي افغانان هغه کسان بللي وو، چې د جګړې ستره بیه پرې کوي او تر ټولو ډېره مرګ ژوبله دوی ته اوړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: