سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / بين المللي / په جرمني کې یوه موټرچلوونکي ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په جرمني کې یوه موټرچلوونکي ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د جرمني په مونستر ښار کې د یو میني بس چلونکي خپل موټر پر پلیو خلکو وروستی او د پولیسو په وینا درې تنه یې وژلي او شاوخوا ٣٠ نور یې ټپیان کړي دي. ددې پیښې په غبرگون کې د جرمني پولیسو له خلکو غوښتي چې تاریخي سیمو ته له تګ ډډه وکړي. د جرمني پولیسو ددې هیواد خبري اژانس ډي پي اې ته ویلي چې موټر چلونکي هم ځان وژلی دی. د رسنیو د معلوماتو له مخې، په پیښه کې درې تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپیان دي. خو تر دې وړاندې ویل شوي وو چې په دې پیښه کې شاوخوا ٣٠ تنه ټپپیان شوي دي. د جرمني پولیس وایي ددې امکان شته چې دا یو ترهگریز برید وي. په برید کې د وژل شویو کسانو بشپړه شمیره لا پوره نه ده معلومه. په اروپايي هېوادونو کې تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *