دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په جوزجان ولایت کې داعش وسله والو تر منځ سختې نښتې شوې

په جوزجان ولایت کې داعش وسله والو تر منځ سختې نښتې شوې

د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د پولیسو مشر تورن اسماعیل وایي چې دغې ولسوالۍ کې د داعش له لوري له ۱۲۰ څخه زیات امنیتي سرتېري کلابند شوي دي.
نوموړي سلام وطندار ته ویلي چې داعش له څلورو خواو پر ولسوالۍ برید کړی دی.
د اسماعیل په وینا، په تېرو دریو-څلورو ورځو کې د ولسوالۍ وضعیت ډېر خراب شوی او د سرتېرو تجهیزات او خوراکي توکي پای ته رسېدلي دي. ” د امنیتي ځواکونو جسدونه په ځای کې پاتي او خراب شوي دي، د ټپیانو وضعیت ښه نه دی او سرتېري ناهیلي شوي دي”.
هلته مېشت سرتېرې هم تاییدوي چې وضعیت ښه نه دی او تازه ځواکونه نه دي ور رسېدلي.
د محمد صادق په نوم یوه کلابند سرتېري ویلي چې موږ کلابند یو او د ټپیانو وضعیت ښه نه دی. دی زیاتوي چې هېڅ حکومتي چارواکو یې غږ نه دی اورېدلی.
د محمد جاوید په نوم یوه بل کلابند سرتېري ویلي، که کافي تجهیزات ور و نه رسېږي، نو ټول به ووژل شي.
د امنیې قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشی په درزاب ولسوالۍ کې ناوړه وضعیت تاییدوي او وایي چې د وضعیت کنټرول هلته د مېشتو سرتېرو له وسه پوره نه دی.
ځایي خلک وایي، که تر دولسو ساعتونو پورې تازه ځواکونه درزاب ته و نه رسېږي، نو ولسوالۍ به سقوط شي چې مسوولیت به یې د حکومت پر غاړه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: