یکشنبه , نوومبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په جوزجان کې د داعش ډلې یو مهم قومندان وژل شوی دی

په جوزجان کې د داعش ډلې یو مهم قومندان وژل شوی دی

د راپورونو له مخې تېره ورځ غرمه مهال د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې ناټو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې قاري حکمت په نښه کړی دی. د معلوماتو له مخې په پېښه کې قاري حکومت لومړی ټپی شوی دی او وروسته یې د سختو ټپونو له امله تېره شپه ناوخته سا ورکړې ده. امنیتي سرچینې وايي په پېښه کې د هغه یو بل ملګر نقیب الله هم وژل شوی دی. ناټو وايي چې په پېښه کې بل چا ته زیان نه دی اوښتی. بل لور ته په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویلي، چې دغه برید د ناټو ځواکونو له لوري شوی دی او قاري حکمت پکې وژل شوی دی. داعش ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. قاري حکمت په جوزجان کې د داعش ډلې مشهور قومندان وو او په دې ولایت کې یې په ګڼو فعالیتونو کې لاس درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: