شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / پاکستان / په خان سید سجنا د ډرون برید پاکستان په خاوره کې شوی دی

په خان سید سجنا د ډرون برید پاکستان په خاوره کې شوی دی

په پاکستان کې د طالبانو ډله یا تحریک طالبان پاکستان وایي خان سید سجنا د پاکستاني طالبانو مرستیال مشر په شمالي وزیرستان کې وژل شوی دی.

د تحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني روټیرز ته ویلي، چې خالد محسود د بې پیلوټه الوتکو د برید په ترڅ کې وژل شوی دی.

نوموړی زیاته کړه، چې پر خال محسود (خان سید سجنا) هوایي برید په شمالي وزیرستان کې ترسره شوی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوې وه چې ګواکې پر خان سید سجنا هوایي برید د افغانستان په خاوره په سویل ختیځ پکتیا ولایت کې ترسره شوی دی.

په همدې حال کې خراساني وویل، چې مفتي نور ولي ولي د خان سید سجنا د جانشین په توګه ټاکل شو دی او ټاکل شوې چې نوموړی په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو مشری په غاړه واخلي.

ولي ته نژدې سرجینې ویلي، چې نوموړی د تحریک طالبان پاکستان یو له بې رحمه ډلمشرانو څخه دي او هغه له دې وړاندې د پاکستان په مهمو ښارونو، د کراچې شار په ګډون، وسله وال فعالیتونه ترسره کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: