پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د نښتې په ترڅ کې لږ تر لږه وه تنه پاکستاني ټپیان شوي دي.
په کرمې ایجنسي کې سیمه ییز چارواکي، په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو اړوند یوه پوسته د افغانستان له خوست ولایت څخه تر برید لاندې راغلی دی.
چارواکي زیاتوي، چې د برید په ځواب کې پاکستاني پوځیانو هم بریدونه پیل کړي او له سیمې څخه سلګونه کسان د پاکستاني پوځیانو په ملاتړ د کرښې په لور روان دي.
د ځایي رسنیو د راپورونو له مخې، په کرمې ایجنسي کې قومي مشرانو د جوماتونو له لارې خلکو ته د جګړې بلنه ورکوي او تر دا مهال سلګونه کسان د پاکستاني پوځیانو څخه د ملاتړ لپاره په سیمې کې راغونډ شوي دي.
په همدې حال کې په خوست ولایت کې سیمه ییز چارواکي وایي، د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ځاځي میدان ولسوالی په اږدو کې د نښتې په ترڅ کې دوه تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي او دوه نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې د افغان پوځیانو او پاکستان پوځ اړوند ملېشو ځواکونو ترمنځ نښتې نن سهار د جنډوغر او نازوغر په سیمو کې پیل شوه.
یوه امنیتي سرچینه تائید کړه، چې د نښتې په ترڅ کې د افغان لوري هم یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.