د خوست ښار یعقوبیو کې نن له ماسپيښن لمانځه وروسته، د ځای پر ځای شوي ماین له امله چاودنه شوې ده.
ویل کېږي، چې په دغه مسجد کې د رای ورکولو د نوملیکنې مرکز هم وو.
تر اوسه رسماً د پېښې په اړه څه نه دي ویلي شوي، خو هلته عیني شاهدانو ویلي چې پېښې تلفات زیات دي او د جومات ودانۍ ته هم زیات اوښتی دی.
د پېښې مسوولیت په اړه کومې وسله والې ډلې څه نه دي ویلي..