غــــزل
ــــــــــــــــــــــــــــ
د ابــاسـيـن غـونــدې څـپې نـه وهم ، زور نه لرم
يـوه خامـوشـه هـديـره يـم ، شـور ماشور نه لرم
هسې خــاشاک د نفــرتـونـو ورتـه مـه غـورځـوه
زه مې په زړه کــې له کينې بل شــوى اور نه لرم
پــه يـوه لاره او يــو غـــږ بــه تـر مـنـزلـه رســم
لـکـه د خـلـکــو، شِــعــارونــه درې څـلــور نه لرم
په ديــن ولاړ ، په ننـګ مئين يم ، تر اخـرې سلګۍ
په بل به وي،خو په خپل سر د هيڅ چـا پور نه لرم
ژوندى خـو نـه يـم ، دښـمـن داسې ګمانونه کوي
چې اوبـو وړى يم ، د ځمکې پـه سـر ګور نه لرم
پــه حـقـه لاره مـې بـې سـارې قـربانۍ ورکـړي
دا چې تاريخ د نام او نـنګ لرم ، پيــغـور نه لرم
دا پــرې خــواره دي د بدلون تـازه ، تــازه ګـردونه
کــه پـه هـنـداره کـې زمــا د مـخ انـځـور نه لرم
“حمــاد ماليـاره” ســره ګلان پکـې پاللـى نـه شـم
د غم کېږدۍ لــرم ، اشنــا!! د مينـې کـور نه لرم
ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۴ مارچ ۲۰۱۸ م
لعل پوره
محترم شاعر حماد مالیار نه په مننه سره!!!