سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په راتلونکو ۲۲ کلونوکې  به په امریکا کې مسلمانان د یهودو ځای ونيسي

په راتلونکو ۲۲ کلونوکې  به په امریکا کې مسلمانان د یهودو ځای ونيسي

په راتلونکو ۲۲ کلونوکې  به په امریکا کې مسلمانان د یهودو ځای ونيسي

په امریکا کې شوې څېړنې وايي، چې په دغه هېواد کې مسلمانان ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي او د ۲۰۴۰ م کال په راتلو به اسلام د امریکا دويم ستر دين وي. «بیو» څېړنيز مرکز ويلي، چې ۳.۴۵ ميليونه مسلمانان په امریکا کې ژوند کوي، چې د ټولو امریکايي اوسېدونکو ۱.۱٪ سلنه پوره کوي. بيو څېړنيز مرکز په دې باور دی، چې تر راتلونکو ۲۲ کلونو به په امریکا کې مسلمانان د یهودو ځای ونيسي او په دغه هېواد کې به دويمه ستره ټولنه د مسلمانانو وي. د اټکل له مخې تر ۲۰۵۰ م کاله به په امریکا کې د مسلمانانو شمېر ۸.۱ ميليونه وي. له لندنه خپرېدونکې انډيپينډينټ ورځپاڼه وايي، د کنټاکي پوهنتون د اسلامي څېړنو د مرکز له استاد احسان باغبي له خولې ليکلي، چې اسلام په امریکا کې پر وړاندې روان دی او په راتلونکو څو کلونو کې به د امریکايي ټولنې مهمه برخه وي. استاد باغبي د امريکا له «ان بي سي» ټلويزويون سره په مرکه کې ويلي، چې «زه د خپلو څېړنو له مخې په دې باور يم، چې امریکايي ولس د اسلام منلو ته مخه کړې، خو یو شمېر يې لا هم د اسلام له منلو نټه کوي.» د پوهنتون دغه استاد وايي، چې اسلامي نړۍ لا هم له ګڼو ستونزو او بحرانونو سره لاس او ګريوان ده او کېدای شي ډېری مسلمانان امریکا د کډوالۍ لپاره غوره کړي. يو لور ته په امریکا کې د اسلام د منلو هڅې په برياليتوب روانې دي، بل لور ته د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي هڅه کوي، چې امریکا ته ولاړ شي او له همدې امله دا اټکل ډېر پر ځای ښکاري، چې اسلام به په راتلونکو کلونو کې د امریکايي ټولنې مهمه برخه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *