سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / تفریح / په راشدخان یواځې د غوره بالر نه بلکې د يو کامیابه کپتان باور هم کیدی شي

په راشدخان یواځې د غوره بالر نه بلکې د يو کامیابه کپتان باور هم کیدی شي

د کرکټ پوهان وايي چې د لوبې مشري او ګټه ترلاسه کول دواړه په يو ځای د کپتان په غاړه وي او راشدخان دا دواړه کارونه د افغانستان دپاره ترسره کړل.

څو ورځې وړاندې د نړیوال کپ د غوراوي په سیاليو کې د پرله پسې لوبو بايللو وروستو راشد خان په دې ټينګار کولو “چې څه هم کېدی شي” او هغه وشو.

هغه د خپل کرکټ مينه والو ته هيله ورکوله چې په هغه او لوبډله يې يقين وساتي او هغه هیله مند ؤ چې څيزونه بدلېدی شي او د کرکټ په تاريخ کې يې هغه څه وکړل.

راپورونه وايي د راشد خان په مشرۍ د فشار باوجود لوبډلې نظم په ځای ساتلی، او نوموړي لوبغاړي ځان د یو تکړه مشر په حېث ښکاره کړی او د ځوان لوبغاړو سره يې کومه لانجه هم نه ده راغلې.

خان نه يواځې خپله لوبډله د کرکټ نړيوال کونسل د غوراوي پړاؤ کې سرته راوستې بلکې هغه د کرکټ په تاريخ کې تر ټولو په کم عمر کې په ۴۴ يو ورځنو کې د ۱۰۰ وکټو ترلاسه کولو ريکارډ هم جوړ کړی دی.

افغان لوبډلې د کرکټ په هر اړخ او په ځانګړي ډول بالنګ کې ځان پياوړی څرګند کړی، راشدخان د متحده عرب اماراتو پرضد لوبه کې په ۴۱ رنزونو ورکولو پينځه لوبغاړي سوځولي وو، او بیا د يو ای اي په بالينګ نجيب الله زدران او ګلبدين نايب دواړه پنځوسيزې جوړې کړې وې.

د لوبډلې لوبغاړي د راشد خان ملاتړ کوي ، شهزاد ، ځوان مجيب الرحمان، ګلبدين نايب او نور لوبغاړي د هغه په طريقه لوبه کوي او ځکه افغان لوبډله ګټه ترلاسه کوي.

راشدخان د اسټريليا او هند په څېر د نړۍ په غوره ليګ سياليو کې لوبېدلی او په ضرورت پېښېدو په راتلونکې کې په هغه د کپتان په حېث باور کېدی شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: