چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په روان کال کې به سلګونه امریکایي عسکر افغان خاورې ته ننوزي

په روان کال کې به سلګونه امریکایي عسکر افغان خاورې ته ننوزي

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې د امریکايي ځواکونو او روزونکو ځینې ډلې کابل ته د ننه شوې دي او دوی به د افغان پوځ په روزنه کې ونډه اخلي. امریکايي چارواکو ویلي چې ځينې سرتېري به د جګړې لومړیو کرښو ته هم ځي او د افغان پوځيانو ملاتړ به کوي. دا به په وروستیو کلونو کې لومړی ځل وي، چې امریکايي ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښې ته ځي. رسنۍ وايي چې په راتلونکو څو اونیو کې به د جګړې د راتلونکي فصل لپاره ۸۰۰ امریکايي سرتېري افغانستان ته د ننه شي. دغه سرتېري به د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې ورکولو تر څنګ د جګړې ماموریت هم پر مخ وړي او د طالبانو پر ضد به جګړه کوي. ټاکل شوې وه، چې امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان ووځي او د جګړې له لیکو په شا شي، خو د جګړو لیکو ته د دوی ورتګ ښيي، چې افغان جګړه به اوږده او لا خونړۍ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: