روسي رسنیو ویلي چې د دې هېواد یوه مسافر وړونکې الوتکه پلازمېنې مسکو ته څېرمه را نسکوره شوې ده. د رپوټونو له مخې یاده الوتکه د دوموديدوو هوایي ډګر ته نیژدې له هوایي کرښې وتلې او ۷۱ سپرلۍ یې تري تم شوې دي. ټاس خبري اژانس د روسي چارواکو له خولې ویلي چې په دې الوتکه کې ۶۵ مسافر او د پیلوټانو په ګډون ۶ خدمې سپاره وو. هغوی زیاتوي الوتکه ټوک ټوک شوې او سپرلۍ یې ټولې لا درکه دي. تر اوسه پورې د الوتکې د نسکورېدو اصلي لامل نه دی مالوم خو د چارواکو په وینا د دوی څېړنې دوام لري.
