شنبه , دسمبر 5 2020
کور / خبرونه / بين المللي / په روسیه کې د مسلمانانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی

په روسیه کې د مسلمانانو شمېر مخ پر ډېرېدو دی

د ترکیې دولتي خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې د روسیې په کلیو او ښارونو کې د مسلمانانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او اوس یې شمېر نږدې ۲۵ میلیونه کسانو ته رسېږي. په راپور کې راغلي چې د اسلام د پيروانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی او هلته یې لمن غوړېږي. په راپور کې راغلي چې نه یوازې د اصلي مسلمانانو شمېر مخ په ډېرېدو دی، بلکې نور وګړي هم دغه دین ته ننوځي. د روسي مسلمانانو د یوه مشر په وینا په روسیه کې دوی ته د دیني مراسمو د ترسره کولو پر مهال ستونزې نشته دي او خپل عبادتځایونه لري. سرچینې همدا راز ویلي چې روسیې ته د منځنۍ اسیا د هېوادونو ډېری مسلمانان هم لېږدېدلي او هلته مېشت شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: