سه شنبه , سپتمبر 29 2020
کور / خبرونه / په سعودی عرب د مغربۍعنعاناتو،کلتور او د فیشن یرغل اور اخستي دي

په سعودی عرب د مغربۍعنعاناتو،کلتور او د فیشن یرغل اور اخستي دي

د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې تر راتلونکې مياشتې د دغه هېواد په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره فيشن نندارتون جوړيږي. دا څرګندونې د شاهي کورنۍ غړې شهزاده نورا بنت فیصل په لندن کې له رسنیو سره کړي دي. نورا بنت فیصل د عرب فیشن شورا اعزازي مشره ده. لويديځې رسنۍ وايي، چې د فیشن نندارتون په ګډون ورته نورې هڅې په سعودي کې د کلتوري بدلون پيلامه بلل کېږي. د عربي چارو کارپوهان وايي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د خپل لرليد له مخې پرېکړه کړې، چې سعودي له مذهبي حلقو او روايتونو ازاد کړي او په مقابل کې يې غربي کلتور او غير اسلامي کړنې په خپل هېواد کې رواج او عامې کړي. د محمد بن سلمان په باور سعودي بايد په تېلو خپلې اتکا کمه کړي، سعودي ټولنه بايد له ديني او مذهبي حلقو ازاده شي او له همدې امله يې په هېواد کې يو شمېر داسې ګامونه پورته کړي، چې د سعودي ټولنيزو او ديني ارزښتونو سره مخالف دي. په سعودي کې د نوي فیشن نندارتون موخه دا ښوول شوې، چې سعودي مېرمنې به له خپلو پخوانيو رواجونو څخه ازادې شي او د غربي جامو سربېره هر ډول جامې په دغه هېواد کې عامې شي. د عربو فيش شورا وايي، چې دا فيشن نندارتون به د راتلونکي مارچ مياشتې له ۲۶ تر ۳۱ نېټې پورې روان وي. د يادونې وړ ده، چې د سعودي په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په جدې ښار کې ښځو ته اجازه ورکړل شوې، چې د سړيو فوټبال لوبه ننداره کړي، همدارنګه حکومت پرېکړه کړې، چې ښځه کولای شي، له محرم پرته سفر وکړي، د ښځو موټر چلولو ته يې اجازه ورکړې، په سعودي کې يې د ښځو او سړيو سينما ته هم اجازه ورکړې او سعودي چارواکي دا کړنې په خپل تاريخ کې بدلون او پرمختګ بولي، خو ديني عالمان پرې نيوکې کوي او دا کارونه د اسلام له اصل روح او د سعودي له ارزښتونو سرغړونه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: