یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په سمنګان ولایت کې د بادامو حاصلات ۴۱۵۰ ټنو ته رسېدلي

په سمنګان ولایت کې د بادامو حاصلات ۴۱۵۰ ټنو ته رسېدلي

په سمنګان ولایت کې د بادامو حاصلات ۴۱۵۰ ټنو ته رسېدلي چې دا شمېره د تېر کال په پرتله ۳۸ سلنه ډېروالی ښيي. په یاد ولایت کې د کرنې ریاست مدير نجیب الله جویا د دغه خبر تر څنګ ویلي، د کرنې ریاست دغې شمېرې د باغونو له څېړنې وروسته ترلاسه کړې دي. هغه زیاته کړه، تېر کال دغه حاصلات ۳۰۰۰ ټنه وو. د ریاست د معلوماتو له مخې، په سمنګان ولایت کې د بادامو ۴۸۸۰ جريبه باغونه موجود دي او ډېری باغونه په مرکز، حضرت سلطان او خرم سرباغ ولسوالیو کې موجود دي. په سمنګانو کې د مېوې سوداګر حاجي نقیب الله ویلي، سږ کال په دغه ولایت کې یو من بادام له زرو تر ۳۵۰۰ افغانیو پلورل کېږي. تېر کال په دغه ولایت کې یو من بادام له ۸۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پلورل کېدل. د نوموړي د معلوماتو له مخې، د سمنګانو ۶۰ سلنه بادام هند، پاکستان او عربي متحده ایالاتو او نور یې په داخلي بازارونو په ځانګړې توګه کابل او بلخ کې پلورل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *