دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / په سوات کې د پاکستان پوځ ضد لاریون تر سره شوي دي

په سوات کې د پاکستان پوځ ضد لاریون تر سره شوي دي

د ډیورنډ کرښې ها غاړه د پاکستاني دولت پر ضد د لاریونونو بله څپه راپورته شوې ده. د راپورونو له مخې نن سهار زرګونه کسانو چې پکې د مختلفو سياسي ګوندونو مشران، غړي او مدني فعالان شامل وو په خوازخيله کې راغونډ شوي وو او د پنجابي حکومت ضد شعارونه یې ورکول. دوی په خپلو شعارونو کې ویل وکيلان مو قتلېږي، ملالي مو قتلېږي، استادان مو قتل کېږي نو آزادي کومه ده؟ لاریونوالو پر حکومت غږ وکړ چې نور دې د لارې د سر پوستو له خوا نه ځورول کېږي. د دې تر څنګ لاریونوالو پوسټرونه نيولي وو چې ورباندې مختلفې نعرې شعارونه او غوښتنې ليکل شوې وې. د لاریون یو تن تنظیمونکي په خپله وینا کې وویل؛ د سوات خلک له ۲۰۰۵م کاله راهيسې له تشدد سره مخ دي. هغه د لاریونوالو په استازيتوب دا غوښتنه وکړه چې پر امنيتي پوستو دې ولس نه ځورول کېږي او په کراچۍ کې د وژل شوي ځوان نقيب مسېد په قتل تورن پوليس افسر راو انوار باید ژر تر ژره ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: