دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / په سوریه کې دداعش په برید کې یوه ډله شعیه افغان جنګیالي وژل شوي دي

په سوریه کې دداعش په برید کې یوه ډله شعیه افغان جنګیالي وژل شوي دي

په سوریه کې دداعش په برید کې یوه ډله شعیه افغان جنګیالي وژل شوي دي. د سوریې د بشري حقونو د څار یوې ډلې ویلي چې پرون داعش ډلې د بشارالاسد پر یوې پلوۍ ډلې برید کړی دی. ددغه بنسټ مشر عبدالرحمن ویلي، چې په پېښه کې ۴۵ کسه وژل شوي او ډېری یې افغانان دي. دده په وینا افغان شعیه وګړي د سپاه پاسدارن له لوري په ایران کې فاطمیون لوا ته جذبېږي او بیا په سوریه کې کې د بشارالاسد په پلویتوب جنګول کېږي. هغه زیاته کړې، په دغه لوا کې ۱۴ زره کسان شامل دي چې ستره برخه یې افغانان تشکیلوي. په سوریه کې زرګونه شعیه افغانان دداعش ډلې پر وړاندې او د بشارالاسد د حکومت د مخالفو ډلو پر وړاندې جګړه کوي چې تر دې دمه سلګونه کسان په دغه جګړه کې وژل شوي هم دي. د یادو کسانو د وژل کېدو او په جګړه کې د حاضرو کره شمېره نه ده معلومه خو د راپورونو له مخې ښايي شمېر یې زرګونه کسانو ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: