دوشنبه , مې 10 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په سوریه کې د انسان وژنې قصابان،او بي ضمیره بشریت!

په سوریه کې د انسان وژنې قصابان،او بي ضمیره بشریت!

تقریبا له تیرو دوو اوونیو راهیسي د بشار الاسد ( دولتي ځواکونه) د روسانو په ملا تړد دمشق په ختیځ غوطة الشرقیه ګڼ میشتې سیمې باندې په پرلپسي ډول وحشیانه بمبارونه کوي. په دې بمبارونو کې تر اوسه پوري د نړيوالو رسنیو په حواله تر ۵۰۰ زیات ولسی کسان چې ډیری یې ماشومان، ښځې او بوډاګان دي په ډیر بیرحمانه ډول وژل په شهادت رسیدلې. کومې بوږنوونکې صحنې چې نړیوالې تلویزني شبکې یې له دې سیمې څخه خپروي د لیدلو او کتلو نه دي. د روسي او سوریايي ځواکونو په لاس د بیوزله ماشومانو او ولسي وګړو دغه عام وژنه د پرمختللی بشریت په مخ کې روانه ده ، خو دا چې په هغې کې د دوی کوم سیاسي او تبلیغاتي منفعت نشته نو ټول یې په خورا بي حسي ننداره کوي .

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان، د بشري حقونو مدافعې ټولنې ، عربي ټولنه او د اسلامي سازمان کنفرانس یو یې هم په مقابل کې داسې اقدام نه کوي چې د دغو مظلومو قربانیانو له غاړي د وحشي قصاب چاړه پورته کړي . د دې بشري فاجعې په وړاندې ټول خاموش او یواځې د ولسي وګړو د عام وژنې په محکومولو او غندلو خپل مسؤلیت پوره بولي. دا ټول له دې وجې چې د غوطه الشرقیه اوسیدونکی نه د ختیځ تیمور مسیحیان دي چې امریکایان یې سمدستي داسې مرستي ته را ودانګي چې په یوه میاشت کې ورته مستقل هیواد اعلان کړي او نه هم سوریه د لیبیا په څیر د تیلو سرشاره ذخیرې لري چې امریکا او نړیوالې ټولنې یې د تر لاسه کولو لپاره د قذافي حکومت په ډیر کم وخت کې د پوځي اقدام په ترڅ کې رانسکوراو عملا لاس په کار شول

. څه چې په غوطة الشرقیه کې نن د بیوزله ولسي وګړو خلاف روان دی هغه د ټول بشریت لپاره یو امتحان دی چې د هغوی بشري حس ، بشري خواخوږي او بالآخره بشري ضمیرورکې تر امتحان لاندې نیول شوی . خو دا چې مونږ وینو چې د دې هرڅه په وړاندې ټولو چوپتیا غوره کړې حتی روسان په غوطة الشرقیه سیمې باندې د هوايي بمبار د توقف د مخنیوي په اړه د ملګرو ملتونو په امنیت شوری کې د ویتو حق کاروي نو سړی کولای شي چې د بیوزله سوریایانو د دغې عام وژنې په اړه د نړیوالو په تیره د نړي د حاکمو چارواکو دغې بي حسي ته د ټول بشریت بي ضمیرتوب ووايي … وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ ۚ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصَارُ (42) ابراهیم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *