روسي چارواکو ویلي، چې دغه الوتکې ۱۴ کسه سپرلي لرله او د رادار له پردې لادرکه شوې ده. د روسیې ددفاع وزارت څو ساعته وروسته اسرایل او فرانسه په دې تورن کړل، چې ګواکي دغه نظامي الوتکه به دوی وېشتلې وي. خو ځینو امریکايي چارواکو سي ان ان ته ویلي چې دغه الوتکه د سوریې د پوځیانو له لوري په خطايي توګه په نښه شوې ده. د روسیې ددفاع وزارت وایي د پېښې هر اړخیزه پلټنه به کوي. دغه الوتکه دمګړی له خپلې څوارلس کسه سپرلۍ سره یو ځای لادرکه ده.
