په سوریه کې د یوې چاودنې له امله دوه بهرني عسکر وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.
د امریکا په مشري د ایتلافي ځواکونو عمومي قومندانۍ ویلي چې د تیرې جمعې په شپه په سوریه کې د یوې چاودنې له امله دوه ایتلافي عسکر ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.
د دفاع وزارت یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې په وژل شویو کې یو امریکايي عسکر وو، بلخوا د برتانیې دفاع وزارت هم منلې چې په وژل شویو کې یو برتانوی عسکر هم شامل وو.
چاودنه د سوریې په «منبج» ښار کې شوې چیري چې امریکايي ځواکونه میشت دي.
د الجزیرې د راپور سره سم چاودنه په داسي مهال را منځته کیږي چې د امریکې ولسمشر ټرمپ ویلي، غواړي د سوریې څخه ډېر ژر خپل ځواکونه وباسي.
ویل کیږي چې په منبج ښار کې د امریکا په ملاتړ کردي ځواکونه واکمن دي، کوم چې په دې وروستیو کې د ورته خونړیو چاودنو سره مخ شوي دي.