د روسیې دفاع وزارت وایي، په سوریه کې د روسي الوتکې د راغورځېدو له امله ۳۲ تنه وژل شوي دي.
د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د سوریې په حمیم هوایي ډګر کېیوه ای – ۲۶ الوتکه د کېناستو پر مهال غورځېدلې او پکې ټول سپاره کسان وژل شوي دي. په دغه الوتکه کې ۲۶ مساپر او ۶ د الوتکې عمله سپاره وو.
د چارواکو په خبره چې پر الوتکه برید نه دی شوی او ښایي د تخنیکې ستونزې پیداکولو له امله غورځېدلې وي په دې اړه څېړنې پیل شوې دي.