د راپورونو له مخې د سویس په الپ غرونو کې د یوې وړې اولوتکې غورځېدو په پېښه کې شل کسان وژل شوي دي. سویسي چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې د (جو ایېر) په نامه د یو هوایي شرکت الوتکه د سویس ګراوبویندین کانتون په غرنۍ سیمه کې را غورځېدلې ده. په الوتکه کې د سپرو دوو پیلوټانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي. د الوتکې د غورځېدو علت تر اوسه روښانه نه دی، خو چارواکو یې د پلټلو امر کړی دی.
