یکشنبه , فبروري 28 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په سیمه کې یو شمېر هېوادونه پخپلو دیني مدرسو کې ځانمرګي روزي

په سیمه کې یو شمېر هېوادونه پخپلو دیني مدرسو کې ځانمرګي روزي

په سیمه کې یو شمېر هېوادونه پخپلو دیني مدرسو کې ځانمرګي روزي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي، چې په سیمه کې ځينې هېوادونه پخپلو دیني مدرسو کې ځانمرګي روزي. دده په خبره دوی ځوانان او ماشومان مدرسو ته بیايي او هلته یې ذهنیت اړوي، بیا یې ځانمرګو بریدونو ته هڅوي او خپلې موخې ددوی پر مټ ترلاسه کوي. صیقل واضح د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو تر دې وړاندې افغان حکومت ورته تورونه پر پاکستان لګولي دي. بل پلو په امنیت شورا کې د امریکا استازې نیکي هيلي ویلي، د افغانستان د جګړې ستره برخه زیان، ځوانانو او ماشومانو ته اوښتی دی. نوموړې ټینګار کړی، چې په دغه هېواد کې دې پر پوهنه او زده کړو تمرکز وشي، څو په دې توګه ځوانان او ماشومان د ترهګرو له منګولو وژغورل شي او د خپلې راتلونکې لپاره سالم افکار له ځان سره ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *