یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / په شمالي وزیرستان کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بمې چاودنه شوې ده

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان په امنیتي ځواکونو بمې چاودنه شوې ده

شمالي وزیرستان په میر علي خاجوړي سیمه کې نن د پاکستاني ځواکونو په موټر بمې چاودنه شوې ده چې په ترڅ کې نهه پوځیان ژور ټپي شوي دي.

یاده چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو موټر د تیریدو په حال کې وو چې د مخکې نه ځاي پر ځای شوی بم ور برابر شو .

په ژوبل شوو پوځیانو کې حولدار اظهر حسين طورې، نائيک شرافت علې طورې، نائيک عرفان علې، نائيک محمد آمين کنډې، لانس نائيک هدايت آفريدې لانس نائيک خورشيد علي طورې، سپاهي فضل الدين او سپاهي وسيم اکبر شامل دې۔

د یادې چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې وسلوالې ډلې یا شخص نه دی منلې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *