سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په شمالي وزیرستان کې پښتانه ځوانان د پوځ لخوا لا هم زوریږی

په شمالي وزیرستان کې پښتانه ځوانان د پوځ لخوا لا هم زوریږی

د خبريال خبري اجانس د راپو له مخې ، چې نن په سويلي وزيرستان کې د پاکستان پوځ ١٠ پښتانه ځوانانو باندې تشدد کړى دى او په ډک بازار کې يې وهلي او بيا يې له ځان سره وړي دي.

دا پېښه په داسې وخت کې راڅرګندېږي، چې نن په ډي آى خان کې د پاکستان پوځ د (پاکستان تحفظ مومنټ) په نوم يوه غونډه هم په خلکو راجوړه کړې وه، چې ځينې خلک يې ورته په زور او ځينې يې ورته په پېسو وروستي و، خو بيا هم ټولې څوکۍ خالي پرتې وې.

اوس تازه د سويلي وزيرستان له واڼه سيمې څخه يو تن خبريال ته وويل، چې د پاکستان پوځ ١٠ پښتانه ځوانان نيولي دي، چې هم په بازار کې يې پرې تشدد کړى او له هغې وروسته يې له ځان سره بيولي دي.

خو ياد تن دا څرګنده نه کړه، چې دا پښتانه ځوانان يې ولې نيولي دي، خو اندازه داسې ښکاري، چې دوى يې د پښتون ژغورنې غورځنګ په لړ کې نيولي دي او له ځان سره يې بيولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *