دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په شمال زون کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ نه دي

په شمال زون کې د داعش ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ نه دي

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي وایي، چې په شمالي ولایتونو کې د داعش ډلې حضور او فعالیتونه د اندېښنې وړ نه دي. د قول اردو چارواکي زیاتوي، چې په شمال کې د داعش ډلې فعالیتونه هغومره نه دي لکه څومره چې یې په اړه اندېښنه موجوده ده. دوى زياتوي چې دمګړۍ يواځې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې د داعش د شتون په اړه راپورونه شته چې په وينا يې ډېر ژر به يې د ځپلو لپاره عمليات پيل شي. د ۲۰۹ شاهين قول اردو سرپرست قوماندان جنرال عبدالرحمان حقبين وويل چې افغان ځواکونه دمګړۍ په کندوز او فارياب ولايتونو کې پر پوځي عملياتو بوخت دي. هغه زياته کړه چې افغان ځواکونه وسله والو مخالفينو ته دا فرصت نه ورکوي چې ولايتونو او ولسواليو کې سيمې ونيسي او هلته خوندي ځايونه جوړ کړي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې له شمالي ولایت جوزجان نه داسې راپورونه ورکول کېږي چې ګوندې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې تر منځ نښتو کې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *