شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / په صرافۍ مارکیټ کې د رامنځته شوې پېښې درې تنه اصلي عاملین تیره ورځ ونیول شول.

په صرافۍ مارکیټ کې د رامنځته شوې پېښې درې تنه اصلي عاملین تیره ورځ ونیول شول.

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند صرافانو مارکیټ کې د روانې میاشتې په شپږمه نیټه د رامنځته شوې پېښې درې تنه عاملین د ملي امنیت منسوبینو له لورې تر نیولو وروسته د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې رسنیو ته وښودل شول.
د یاد کنفرانس پر مهال ننګرهار والي سربېره،د ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند، قومي مشرانو،د صرافانو اتحادیې مسؤلینو او غړو،دیني عالمانو او خبریالانو شتون درلود.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د مرغومې میاشتې په شپږمه نیټه د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند صرافانو مارکیټ کې پېښه رامنځته شوه،چې له امله یې یو تن صراف شهید او د درې میرمنو په ګډون ۵ تنه ټپیان شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *