پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په غزني ولایت کې طالبانو په یو شمیر ولسوالیو بریدونه کړي دي

په غزني ولایت کې طالبانو په یو شمیر ولسوالیو بریدونه کړي دي

د راپورونو له مخې تېره شپه شاوخوا یوه بجه وسله والو طالبانو د غزني په جغتو، اندړو، زنخان، ګیرو او ده یک ولسوالۍ باندې بریدونه کړي دي. د غزني د ولایتي شورا غړي نصیر احمد فقیري ویلي، وسله والو طالبانو څو ساعته د جغتو ولسوالۍ امنیه قومنداني نیولې وه او شپږ سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي دي. هغه وویل، چې د افغان ځواکونو په ځوابي برید کې طالبان په شا تمبول شوي دي. د زنخان ولسوال حمد ضیا یعقوبي هم تاییدوي چې وسله والو ددغه ولسوالۍ پر درېیو امنیتي پوستو بریدونه کړي دي. دده په خبره په پېښه کې ۱۲ سرتيري وژل شوي او څلور نورټپیان دي. هغه همدا راز وايي چې په جګړه کې اووه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. له دې سره په همهاله توګه د غزني پر ګیرو، اندړو او ده یک ولسوالیو هم بریدونه شوي دي چې په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *