دوشنبه , جنوري 18 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په غزني کې خلکو د ټول ټاکنو پر ضد لاریونونه کړي

په غزني کې خلکو د ټول ټاکنو پر ضد لاریونونه کړي

د غزني د مرکز او ولسواليو یو شمېر اوسېدونکو له تېرو شااوخوا ۳۴ ورځو راهیسې نن دوشنبه هم د دغه ولایت په مرکز کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د دفتر دروازه تړلې او د یاد دفتر مخې ته‌يې د پرلت خیمه درولې ده.

غوښتنې یې دا دي چې په دغه ولایت کې دې ټاکنې حوزوي شي، پر تذکرو دې سټیکرونه نه‌لګول کېږي، د ټاکنو د کمېسيون په مأمورینو کې دې ټولو قومونو ته یو ډول ونډه ورکول شي او په ناامنه ولسواليو کې دې د ټاکنو لپاره زمینه برابره شي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د غزني د ولایتي ادارې او په مرکز کابل کې د ټاکنو د کمېسيون له مسؤلینو سره خبرې وکړو، خو هغوی په کراتو کراتو زموږ ټيلیفون ځواب نه‌کړ.

دا په داسي حال کې ده چې د غزني په ګاونډ وردګ ولایت کې هم خلکو په دې هدف
اعتراض کړی وو چې ګنې په دغه ولایت کې دې ټاکنې حوزوي شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: