جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په غزني کې هغه چارواکي جزايي کېږي چې په دندو کې یې بې پروايي کړې ده

په غزني کې هغه چارواکي جزايي کېږي چې په دندو کې یې بې پروايي کړې ده

په غزني کې هغه چارواکي جزايي کېږي چې په دندو کې یې بې پروايي کړې ده. اجرایه ریاست وايي په دې کې شک نشته، چې غزني ښار د چارواکو د بې کفایتۍ له امله سقوط کړی دی. ددغه ریاست د مرستیال ویاند په وینا د ځینې چارواکو د بې کفایتۍ له امله بې پروایي شوې ده او غزني ښار سقوط شوی دی. د امید میثم په وینا د غزني ښار تر نیمایي د وسله والو طالبانو تلل اسانه کار نه دی او دا په دې مانا ده، چې هلته بې پروايي شوې او بې پروا چارواکي باید خپله سزا وویني. بل پلو یو شمېر کسان په دې باور دي، چې د غزني د امنیتي کمربند په ځينو برخو کې هېڅ ډول مقاومت نه دی شوی او طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې ښار ته د ننه شي. د نظامي چارو کارپوه عتیق الله امرخېل وایي، د ولایتي شورا غړو ورته ویلي چې د ښار په امنیتي کمربند کې ځینو کسانو مقاومت نه دی کړی او طالبانو ته یې ښار ته د ننوتو اجازه ورکړې ده. ارګ بیا وایي چې د طالبانو پر وړاندې د افغان ځواکونو مقاومت بې ساري و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *