چهارشنبه , جنوري 20 2021
کور / خبرونه / بين المللي / په فرانسه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې دوه کسه وژل شوي دي

په فرانسه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې دوه کسه وژل شوي دي

په فرانسه کې د ناپېژانده وسله والو په برید کې دوه کسه وژل شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې پېښه د فرانسې په مارسي ښار کې شوې ده. لومړني معلومات ښيي، چې وسله والو له کلاشنیکوف په استفادې پر خلکو ډزې کړې دي. فرانسوي چارواکي وایي چې ښایي دا یو ترهګریز برید نه بلکې یوه جنايي پېښه وي. په تېرو څو ورځو کې دا په فرانسه کې دویمه ورته پېښه ده چې رامنځ ته کېږي. تر دې وړاندې هم په یوه برید کې څو کسان ټپیان شوي وو. پولیس وایي د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او معلومات به له خلکو سره شریک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: