پنجشنبه , اګست 16 2018
کور / خبرونه / افغانستان / په فراه ولايت کې جګړې سخت زور اخيستى دى، طالبان د ښار منځ ته رسېدلې دي

په فراه ولايت کې جګړې سخت زور اخيستى دى، طالبان د ښار منځ ته رسېدلې دي

په فراه ولايت کې جګړې سخت زور اخيستى دى، طالبان د ښار منځ ته رسېدلې دي، د ملي امنيت په ودانۍ سخته جګړه روانه ده، اوس اوس خبريال ته د فراه يوه ځايي خبريال وويل، چې ځايي راډيوګانو هم خپل نشريات بند کړل.
د فراه ژورناليستانو رسنیو ته وويل، ټول خبريالان په خپلو کورونو کې ناست دي، هېڅوک د وسله والو له ويرې بهر ته نه شي وتلاى، د مرکزي حکومت ملاتړ نشته.
دوى وايي، چې د ملي اردو يوه الوتکه ګرځي، خو په خبره يې چې هغه هم هدف نه شي ويشتلى.
خبريالان وايي چې تراوسه پورې هېڅ نظامي ځواک مرسته نه ده رارسېدلې، خو يو ځايي تن وايي، چې کمانډويان راغلي دي.
د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې ځانګړي او هوايي ځواکونه فراه ولايت ته رسېدلي دي او ډېر ژر به په دغه ولايت کې وضعيت کابو کړي.
#خبريال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *