جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په فراه ولایت یو وار بیا برید شوی دی

په فراه ولایت یو وار بیا برید شوی دی

د راپورونو له مخې تېره شپه شاوخوا ۲ بجې وسله والو یو ځل بیا په فراه کې پر ځینو برخو بریدونه کړي دي او له امنیتي ځواکونو سره نښتي دي. د فراه اوسېدونکو ویلي، چې د درنو چاودنو او ډزو غږونه اورېدل کېږي خو دا نه ښکاري، چې جګړه په کومه سیمه کې نښتې ده. امنیتي چارواکو د جګړې په اړه څه نه دي ویلي، خو ډاډ یې ورکړی، چې په دغه ولایت کې کافي امنیتي ځواکونه موجود دي او جګړه به پر شا وتبموي. تر دې نښتې وړاندې د فراه والي ویلي وو، چې طالبان یې پر شا تمبولي دي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اوړلې ده. د فراه امنیه قومندان هم د فراه امنیتي وضعیت د ډاډ وړ ښودلی و. ددې نښتې په اړه نور جزیات وروسته خپرېږي…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: