یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / بين المللي / په فلوریډا کې په یو رستورانت کې د یو وسله وال په ډزو دوه تنه وژل شوي

په فلوریډا کې په یو رستورانت کې د یو وسله وال په ډزو دوه تنه وژل شوي

په فلوریډا کې په یو رستورانت کې د یو وسله وال په ډزو دوه تنه وژل شوي او گڼ شمیر زخمیان دي. د فلوریډا ځایي پولیس هم وایي چې د جیکسنول په سیمې کې د یو وسله وال په ډزو کې تر اوسه پورې دوه تنه وژل شویدي او ١٢ تنه زخمیان دي. پولیس وایي حمله کونکی ډیوډ کیټز نومیده او ٢۴ کلن سپین پوستی امریکایي و. هغه د بالټیمور د سیمې اوسېدونکی و او په لوبو کې د برخې اخیستنې لپاره فلوریډا ته تللی و. سپینې ماڼۍ ویلي، وضعیت له نږدې څاري او ځايي چارواکو ته یې د پېښې د پلټنې سپارښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *