چهارشنبه , مې 12 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په قبایلو سیمو کې پښتنو سره د پاکستان پوځ د مور میرې سلوک کوي

په قبایلو سیمو کې پښتنو سره د پاکستان پوځ د مور میرې سلوک کوي

منظور پښتين په خپله فېسبوکپاڼه د پاکستاني پوځ يوه تاييدي پاڼه خپره کړې ده، چې د ترهګرۍ او د پاکستاني پوځ د عملياتو له لاسه کوم خلک له خپلو سيمو کډوال شوي و، د هغوى د بېرته راتګ پر مهال ترې په دې پاڼه لاسليک اخيستل کېږي او بيا خپلو سيمو ته پرېښودل کېږي.

منظور پښتين د دې تاييدي پاڼې سره ليکلي دي، چې کوم خلک د ځنګلي ځناورو څخه خپل ځانونه نه شي ساتلى، هغه کډوال چې بېرته خپلو سيمو ته ځي، نو ټولې ذمه وارۍ د دوى په سر اچول کېږي.

هغه مخکې ليکي، غريب ولس د غريبۍ له لامله په خپله خاوره ژوند کوي، خو پاکستانى پوځ يې له بې وسۍ څخه ګټه پورته کوي او په دې تاييدي پاڼه ترې لاسليک اخلي. هغه وايي، چې په دې پاڼه باندې لاسليک خو پرېږده، د لوستو وړ هم نه ده.

په تاييدي پاڼه کې څه دي:

په دې تاييدي پاڼه د هر چا نوم، د پلار نوم، د پاکستانۍ تذکرې نمبر او د کور ادرس ليکل کېږي او بيا ترې پرې لاسليک اخلي.

په دې پاڼه کې ليکل شوي دي، چې زه دا اقرار کوم چې زما په کور يا ورسره اړوند کوم ځاى کې وسله، بارود يا بل داسې څه مواد نشته چې وچاودېږي، زه تاسو سره دا وعده کوم چې په راتلونکي کې به هم داسې څه نه وي.

زه دا ژمنه هم کوم چې په هر سړي او ټولې قبيلې باندې به نظر ساتم او د هرې خبرې په اړه به پاکستاني پوځ ته په وخت معلومات ورکوم. پاکستانى پوځ هر وخت کولاى شي چې زما د کور يا ورسره اړوندې سيمې تلاشي واخلي او په دې لړ کې به ورسره تل مرسته کوم. د کور سره نږدې سرک او د نورو لارو ساتنه به زموږ په ذمه وي او د پاکستاني پوځ له خوا شوو پرېکړو باندې به عمل کوم، که چېرته زما له کور يا اړوندې سيمې څخه وسله يا بارودي مواد راووتل، نو زما پر ضد لاندې ګامونه پورته کېداى شي.

١-: ټول کور به نړول کېږي.

٢-: ټوله کورنۍ به له سيمې شړل کېږي.

٣-: د کورنۍ نارينه به ټول نيول کېږي.

٤-: که دولتي مامور وي نو له مامورۍ به ويستل کېږي.

٥-: پاسپورټ، شناختي کارټ او وطن کارټ به ترې اخيستل کېږي.

دا هغه څه دي چې د پاکستان د عملياتو ترسره کولو نه وروسته چې کوم پښتانه بېرته خپلو سيمو ته راګرځېږي، نو پر دې فارمونو يا پاڼو ترې لاسليک اخيستل کېږي او بيا چې ورسره له هغې وروسته د پاکستان پوځ هر ډول سلوک کوي، هېڅ څوک ترې پوښتنه نه کوي.

د پاکستان پوځ چې د عملياتو پر مهال او د عملياتو نه وروسته له پښتنو سره څومره ظلمونه کړي دي، دا نه په اسراييلو کې شوي دي او نه هم په تاريخ کې شوي دي.

د پاکستان د آى ايس اى يو غړي په خپلو خبرو کې تر دې پورې ويلي دي، چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف يو ظالم، قاتل او وحشي انسان و، چې د پښتنو په سيمو باندې يې هوايي بمباري کوله او هر څه يې له منځه وړل.

همدا راز د پاکستان يو خبريال سليم صافى په خپله يوه ليکنه کې ليکي، چې د هند تر ولکې لاندې کشمير باندې تراوسه پورې هوايي بمباري نه ده شوې، خو د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو دومره ډېره هوايي بمباري کړې ده، چې يو وخت د دوى سره د بارودو ذخيرې خلاصې شوې وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *