جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې په سولېزو سیاسي مظاهرو بندېز لګول شوی دی!

په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې په سولېزو سیاسي مظاهرو بندېز لګول شوی دی!

د جنوبي وزيرستان سرښار وانا کې په سولېزو سياسي مظاهرو او غونډو باندې د نامالومې نيټې پورې بندېز لګول شوی دی
د سرچينو له مخې د دولتي چارواکو لخوا په یاده سیمه کې لیکل شوې ورقې وېشل شوي چې پکې ليکل شوي دي په وانا بازار او خواو شاه سيمو کې د سياسي مظاهرو او غونډو د کولو اجازه نشته

په ورقو کې ځايي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې د خلاف ورزۍ په صورت کې به د آی ايف سي آر تور قانون چې په قبایلي سيمو کې رائج قانون دی د دغه قانون لاندې به سزا ورکول کيږي

بل طرف ته احمدزی وزير قبايل او سياسي ګوندونو د دولت دغه ګام ظالمانه بللی او د حکومت نه يې د دغه فيصلې د بيرته اخستو غوښتنه کړې

د یادونې وړ ده چې یاد بندېزونه د پښتنو په سیمو کې په داسې حال کې لګول کیږي چې د نقیب مسود په نوم یو پښتون ځوان چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پولیسو په یو جعلي مقابله کې په بې رحمانه توګه ووژل شو چې دغه وژنې په پاکستان کې ذ میشتو پښتنو په زړونو کې د قهر اور بل کړو چې د قبایلي سیمو سره تړاو لرونکو یو څو پښتون پالو ځوانانو د دغه وژنې پر ضد یو سولېز لار یون پیل کړو چې د یوې میاشتې لپاره یې په اسلام اباد کې پرلت وکړو او د هغې وروسته د پاکستان نورو سیمو ته دغه پښتون غورځنګ وکوچیده او د پښتون د حقوقو غږ یې تر نړۍ ورسولو او د پاکستان د پوځي، استخباراتي او ریاستي ادارو مظالم یې نړۍ ته په ډاګه کړل نو همدا عامل دی چې د پاکستان حکومت د پښتنو په سیمو کې په سولېزو مظاهرو او غونډو بندېز ولګولو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: