جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / بين المللي / په لندن کې د امریکا سفیر د برېتانیا لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته خبرداری ورکړی

په لندن کې د امریکا سفیر د برېتانیا لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته خبرداری ورکړی

په لندن کې د امریکا سفیر د برېتانیا لومړۍ وزیرې ټریزا مې ته خبرداری ورکړی، چې پر ایران د ډونالډ ټرمپ د بندیزونو په برخه کې د امریکا ملاتړ وکړي. په لندن کې د امریکا سفیر ووډي جانسن خبرداری ورکړ چې که دوی د امریکا ملگرتیا و نه کړي نو دا به بدې تجارتي پایلې ولري. هغه ویلي چې برېتانیا باید له اروپايي ټولنې ددې مسئلې په اړه بېله شي او د امریکا تر څنګ ودرېږي. دده په خبره برېتانیا او امریکا نږدې ملګري دي او تمه ده، چې برېتانیا په دې برخه کې امریکا یوازې پرې نږدي. ووډي جانسن همدا راز برېتانوي سوداګرو ته ویلي، چې له ایران سره سوداګري پرېږدي، ځکه که دا کار و نه کړي نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *