شنبه , مې 8 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / په لویدیځي افریقا کې د فرانسي په سفارت برید شوی دی

په لویدیځي افریقا کې د فرانسي په سفارت برید شوی دی

د لویدیځي افریقي د برکینافاسو پلازمینه کې د فراینسي پر سفارت او هغه ته څیرمه پر یو پوځي کنډک او یو کلتوري مرکز، د وسلوالو له لوري د ډله ایز برید له کبله ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.
راپورنه وایی چې څو شیبې وړاندي دا برید ترسره شو چې له امله یې په ودانیو کې اور لګیدلی او تراوسه یې لمبې آسمان ته پورته کیږي، سیمه د امنیتي ځواکونو لخو کلابنده شوي.
لومړني معلومات ښيی چې تردا مهاله د 50 تنو په شاوخوا کې کسان وژل شوي دي.
د ای ایف پي خبري آژانس د خبر له مخي د ښار په زړه کې په یوه ټیکسي موټر کې 5 تنه سپاره وو چې ناڅاپه یې د فرانسې د سفارت پر لوري ور وګرځوله او لومړی یې پر څو پلیو کسانو ډزي پیل کړي ، وروسته سفارت ته دننه شول او ناتار ډزي یې پیل کړي.
آژانس د عینی شاهدانو له خولي لیکي چې پر سفارت له بریده څو شیبې وروسته په یو کیلومیټر لیري فاصله کې درنه چاودنه را منځ ته شوه چې یوه پوځي قرارګاه او کلتوري مرکز یې په نښه کړي.
که څه هم تراوسه د 50 تنو د وژل کیدو خبر ورکول شوی، خو رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله د زیاتو وژنو ویره څرګنده کړي.
د دغه برید پړه د القاعده تنظیم پرغاړه اخیستی
برکینا فاسو د لویدیځي افریقا تر ټولو غریب ترین هیواد شمیرل کیږي. چې امنیتی او اقتصادي حالت یې تل خراب وي.
تیر کال د اګست پر 13مه نیټه هم وسلوالو یو هوټل په نښه کړی و چې څه دپاسه 19 تنه وژل شوي او 21 نور یې تپیان کړي وو. چې اکثره یې بهرني اتباع وو.
د 2016 کال د جنوري په میاشت کې هم ورته برید په یو مارکیټ کې ترسره شو چې د 5 تنو کاناډایانو په ګډون 30 تنه پکي ووژل شول.
باید وویل شي چې برکینافاسو په تېر کې د فرانسي برخه وه چې اوس هم هلته د فرانسي 4000 پوځي کنډک موجود دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *