یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / ليکنې / په مرګونې تیاره کې کوم لوري ته ځو؟

په مرګونې تیاره کې کوم لوري ته ځو؟

لیکوال:لمر افغان/

کابوه یوه اونۍ کېږي چې په هېواد کې د ولسوالیو د سقوط او افغان سرتېرو د وژل کېدو خبره کېږي. نیویارک ټایمز پرون یو هېښوونکی خبر د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه خپور کړ. په دغه راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ په افغانستان کې ۴۰۰ افغان پوځيان وژل شوي دي. ورځپاڼې د افغانستان سیاسي وضعیت او روانې جګړې د جدي اندېښنې وړ بللې دي. لیکوال وايي اوسمهال په افغانستان کې د جګړې د وژل شويو کسانو ورځنۍ شمېره تر پنځوسو لوړه ده. په دې مانا چې هره ورځ په افغانستان کې تر پنځوسو ډېر د ملي پولیسو او ملي اردو عسکر وژل کېږي. دا شمېره د جدي اندېښنې او زړه سوي وړ ده. تاسې فکر وکړئ، یوه غافل حکومت ته، چې لا هم په خپلو شخصي ګټو بوخت دی او ولسمشر د هېواد روانې غمېزې ته له اندک فکر پرته په ارګ کې په غونډو او منډو بوخت دی.

لا هم ولسمشر په دې بوخت دی، چې چېرته څوک مقرر کړي او له چا استعفا وغواړي. نه پوهېږم دا د ارګ مرض دی چې باید له هر چا استعفا وغواړي که همدا حللار ورته ښکارېږي. سلیم عقل خو دا وايي، چې که څوک له دندې ګوښه کېږي باید لامل یې معلوم وي، که یې ښه کار کړی وي باید ونازول شي او که یې کار ستونزې ولري باید جزا ورکړل شي. بله ستونزه د حکومت په ګومارنو کې د یوم البدتر ستونزه ده. یوه ورځ تر بلې ورځې کم کاره سړی په اداره ګوماري. که یې تر پخواني مدیر لا وړ سړی پر دنده ګومارلی خو سړي به ویل چې دا دی د کار سړی یې ګومارلی دی، خو د ملي یووالي په حکومت کې یو داسې چارواکی نه شې راښودلی چې هغه دې معیاري مسلکي او د باور وړ کارنده زده کړې ولري. د ولسمشر ډېر مهم سیاسي او امنیتي سلاکاران په خپلو اړوندو چارو کې مسلکي زده کړې او تجربه نه لري.

اوس پورته ما د امنیتي وضعیت خبره یاده کړه، که ولسمشر په رښتیا دومره په ګومارنو او استعفا اخیستنو کې تکړه دی، نو د یوه انسان تر مرګ بل څه مهم دي؟ هره ورځ یو نه دوه نه، لس نه د خدای روی ومنه ستا پنځوس انسانان په صحرایي مرګ وژل کېږي او ته لګیا یې له ځوانانو او پېغلو سره په ارګ کې غونډې کوې. دا ستر شرم او دا تاریخي توره ټاپه به چېرته وړې. ستا ځوانان ددې وطن لپاره خپل سر په لاس ګرځوي او ته دې د راتلونکو ټاکنو د ګټلو لپاره نیمه ینه نه لرې. اجرایه رییس دې یو ځای ځان راتلونکی نوماند او ګټونکی بولي، ته بل ځای او پخپل لاس تبعید کړی مرستیال دې بل ځای ځان ته راتلونکی ولسمشر وايي. دا سمه ده، چې شاوخوا کسان دې افغانستان ګل ګلزار درته معرفي کوي. دوی ځکه دا کار کوي چې چا په نس نه مړول خو اوس زرګونه ډالر معاش اخلي، ستا د احسان پوروړي ځانونه بولي، نو ځکه خو چې هره خبر شي د نظام د ملاتړ پر ځای ستا ملاتړ کوي. که دوی تا ته رښتیا خبرونه در رسولی د غزني له جګړې څو ورځې وروسته خبرېدې؟ په دې دې زړه درد نه کولو چې هره ورځ ستا پنځوس ځوانان تورو خاورو ته درومي؟ دوی تا ته تر رسېدو وړاندې هر څه سانسور کوي په هر څه کې لاس وهي.

یوازې دا غم نه دی، وچکالي او بېوزلي بله هغه ستونزه ده، چې خلک د زړه وینې ترې خوري. حکومت په دې ځان خبروي کنه چې په وروستیو څلورو اونیو کې ۲۵۰ زره کسان له خپلو کورنیو سره یو ځای د وچکالۍ له امله بې ځایه شوي دي؟ نو دوی چې د غزني په خونړۍ جګړه نه خبرېږي په دې ستونزه به یې څه غوږونه کار وکړي. دا مسئله جدي مسئله ده. د افغانستان ستونزه نوره د زغم وړ نه ده. له ټولو خواوو شړېدلې ده. ځوانان په ټولنیزو رسنیو کې د یو بل په ښکنځلو بوخت دي. هغوی چې د ځوانانو د انسجام او یو ځای کولو وړتیا لري له بېلو لارو تطمیع شوي دي. دندې ورکړل شوې دي او په حق یې سترګې ور پټې شوې دي. په دې منځ کې څوک چې سوځي هغه بېوزله او حیران افغان دی.

دلته د خلکو د پام اړولو لپاره د سولې مسئله یادېږي. له سولې افغان حکومت هغه پرده جوړه کړې چې د هر جنجال نه غواړي ځان د هغه تر شا پټ کړي. که ووایې چې د افغان ځواکونو مرک ژوبله لوړه شوې ده، باید مخنیوی یې وشي، وایي سوله نږدې ده، طالبان خپل وروستي ګزارونه کوي. که وایې چې د غزني ښار سقوط وکړ، لسګونه کسان ووژل شول، وایي دښمن غوښتل سوله سبوتاژ کړي. خو دا سوله چېرته ده، ولې نه راځي که یو څه دومره جدي ونیول شي ولې یې راتګ دومره سخت دی؟ د همدې حکومت چارواکو نیویارک ټایمز ته ویلي، طالبان ځکه سوله نه کوي چې ځانونه د جګړې ګټونکي بولي. دا جرات طالبانو ته د ملي یووالي حکومت ورکړی دی. دوی د خپلو ځواکونو د ملاتړ پر ځای ضد او نقی‍ضې څرګندونې کوي. همدا راز د افغان پوځ د ملاتړ پر ځای، دغه پوځ ته د لا ډېرو نظامي امکاناتو د برابرولو پر ځای پخپلو کې سره اخته دي او اختلافات یې روان کړي دي.

امریکا هم د خپلو ګټو لپاره له سولې نوې ډرامه جوړه کړې ده. په دې نامه یې افغانستان ته استازی هم ټاکلی دی او پر پاکستان هم د فشار خبرې کوي. هغه څه چې عملي نه وي او پایلې و نه لري هغه ته هیله مندي څه په کار ده؟ دا خیالونه خو هر افغان سره شته، چې سوله به راځي، برېښنا به وي، رېل پټلۍ به وي، خلک به ښه ژوند لري، اقتصاد به وده کوي او ټوله ورځ به افغانستان د سیمې څلور لاره وي سوداګري به وي اما یوازې خیالونه پایله نه لري. د افغان حکومت طرحې هم خیالي وي. عملي کولو ته یې ملا ماته ده، خو کمپایني خبرو ته یې کش ورکړی دی.

بل ستر غم چې د افغانانو په مخ کې دی هغه دا دی، چې څوک اوس په افغان پوځ کې کار او دندې ته زړه نه ښه کوي. دوی له دې وېره لري، چې په افغان پوځ کې مرګ ژوبله لوړه ده، نو ضرور نه ده، چې په دغه لیکو کې شامل شي. ملامت هم نه دي، افغان حکومت د خپل پوځ لپاره څه کړي دي؟ زموږ لس سلنه مالیه چېرته ځي او ولې د افغان پوځ په پیاوړتیا نه لګول کېږي. بل د اچې د افغان پوځ لپاره څلور ميلیارده ډالره کلنۍ مرسته د چا جېبونو ته ځي او ولې یې غم نه خوړل کېږي.

افغانستان په خورا بحراني حالت کې کلک ولاړ دی. داسې څوک نشته چې دغه وضعیت ته خاتمه ورکړي. اصلاحات تش په نامه، ګومارنې د اعلاناتو له مخې هسې کمپاینې او تش په نامه مسلکي، واسطې فوق العاده، دروغ په لوړه کچه او د خلکو تېر ایستل بېخي عام. نو له دې حکومت د راتلونکې تمې څوک کله کولی شي. سهار چې په کار پسې ځي دا معلومه نه ده، چې بېرته به دې ځای کور وي که ګور

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ټرايبل نیوز یوه آزاده ، خپلواکه او بې پلوه اداره ده چې پکې په سیاسي توګه د هر فریق نظر خپریږي خو د لیکونکي د شخصي نظر سره د ټرايبل نیوز متفق کیدل اړین نه دي که تاسو هم لیکنې خپرول غواړئ نو اړیکه راسره ونیسئ
Tribalnews.net@gmail.com

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *