جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / امريکايي چارواکو دايرانيو لاريونيانو زړورتيا ستايلې

امريکايي چارواکو دايرانيو لاريونيانو زړورتيا ستايلې

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي په ایران کې د حکومت ضد مظاهرچيانو زړورتیا ستایلې ده. نوموړې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې د ایراني چارواکو هغه ادعا رد کړه چې وايي، وروستۍ مظاهرې د ایران د دښمنانو له خوا طرحه شوي دي.
هغې زياته کړه چې واشنګټن به په ايران کې د پوليس او حکومتي ځواکونو لخوا د مظاهرچيانو د وژل کېدو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې او همداراز په جېنېوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د غونډې غوښتنه وکړي. نيکي هېلي وويل چې بايد چپ پاتې نه شي.
د هغې په خبره دا ډېره مېړانه غواړي چې ایرانیان د خپل غږ له ځواک څخه د حکومت پر ضد کار اخلي، هغه هم په داسې حال کې چې حکومت یې د خپلو خلکو د وژنې اوږد تاریخ لري چې خلک یې د حقیقت لپاره غږ پورته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د تهران دښمنان په ایران کې د حکومت پر ضد په مظاهرو تورن کړل.
وروستۍ مظاهرې په ایران کې د ۲۰۰۹ م کال را وروسته د حکومت پر ضد تر ټولو لویې دي چې تر اوسه تر ۲۲ زیات کسان پکې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: