د مومندو ايجنسۍ په صافو تحصیل کې پېښه نن هغه مهال رامنځته شوي چې د پاکستان د پوځي بم شنډوونکي ټیم عسکرو په یاده سیمه کې د وسله والو له لورې د یو خښ کړل شوي ماین د شنډولو کوښښ کاوه
په یاده پېښه کې یو مسلکي ماین شنډونکی مړ او یو ټپي شوی دی چې د لومړنیو طبي مرستو لپاره نیزدی روغتون ته استول شوی دی
د برید مسؤلیت په سیمه کې فعاله تندروه پاکستانۍ وسله والې ډلې حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي منلی چې دا یې په تېره اوونۍ کې په دغه سيمه کې درېیم وسله وال برید دی