جمعه , سپتمبر 25 2020
کور / خبرونه / پاکستان / په مومندو ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ کارکونکي وژل شوي دي

په مومندو ایجنسۍ کې د پاکستاني پوځ کارکونکي وژل شوي دي

نن سهار د مومندو ایجنسۍ د بایزو تحصیل په سوران دره سیمه کې پاکستاني عسکر د یو وسله وال برید سره مخ شوي چې په ترڅ کې يی ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

د ټرایبل نیوز د سرچینې د راپور له مخی یاد برید هغه مهال شوی چې په سیمه کې پاکستاني عسکرو خپلو پوستو ته د سرک په جوړولو کار پر مخ بیوه چې په یو ناڅاپي وسله وال برید کې ښکېل شول
په یاد برید کې د یو پوځي د وژل کېدو په ګډون ګڼو نورو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مرګ ژوبلې سربېره یو عراده اسکویټر هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی چې په یاده سیمه کې د سرک جوړلو په کار بوخت وو

په ډاګه دې وي چی دا ډول وسله وال بریدونه په سیمه کې اوج ته رسېدلي دي چې په سیمه کې د پاکستان د وسلوال پوځ د ناکامۍ لامل شوي دي

هېره دې نه وي چې د تېر په څېر هم د یاد برید مسؤلیت په پاکستان کې د نوي راپیدا شوی وسله وال تنظیم یا د حزب الاحرار ویاند ډاکټر عزیز یوسفزي رسنیو ته په یو رالیږل شوي ځانکړي بریښنا لیک کې منلې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: