دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار ولایت کې دوه ترهګریزې پېښې شوې دي

په ننګرهار ولایت کې دوه ترهګریزې پېښې شوې دي

په ننګرهار ولایت کې دوې بېلې ترهګریزې پېښې شوې دي. د راپورونو له مخې ناپېژانده وسله والو تېره شپه په سره رود ولسوالۍ کې پر یوه جومات برید کړی دی او څلور کسه یې وژلي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي پېښه تایید کړې ده. نوموړي رسنیو ته ویلي چې په پېښه کې درې کسه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي. بل لور ته نن سهار د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ پله ته څېرمه دوه چاودنې شوې دي. په پېښه کې یو سرتېره ټپي شوی دی خو بل چا ته مرګ ژبله نه ده اوښتې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *