یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / په ننګرهار ولایت کې دوه پاکستاني او اته داعش وسلوال وژل شوي دي

په ننګرهار ولایت کې دوه پاکستاني او اته داعش وسلوال وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالی په مربوطاتو کې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دوو پاکستاني وګړو په په ګډون د داعش ۸ غړي وژل شوي.

د ننګرهار ولايت مقام د یو بیان په نشرولو سره ویلي، چې د چپرهار ولسوالۍ د سفرې په سيمه کې تېره شپه ګډو ځواکونو عمليات کړي، چې په ترڅ کې يې اته داعش وسله وال وژل شوي او درې يې له ځان سره ژوندي بيولي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شويو داعش وسله والو کې دوه پاکستاني وګړي دي.

د ولایت مقام په وینا، په دغه عملياتو کې ګډو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان ندی اوښتی.

د دولت ضد وسله والې ډلې او ترهګرې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالی کې د داعشیانو په وړاندې پوځي عملیات او هوایي بریدونه دوام لري.

په ختېځ کې ۲۰۱ سیلاب قول اردو پرون وویل، چې د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې د داعش شپږ غړي د ده بالا ولسوالی په مربوطاتو کې وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: